د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبانو د کډوالو ستنېدو لپاره وخت غوښتی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۸

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، طالبانو د قانوني کډوالو ستنېدو ته د حالاتو برابرولو لپاره له دغه هېواد وخت غوښتی دی.

احمد وحیدي وايي، د کډوالو د نظم د پلان له مخې، قانوني کډوالو ته کارتونه ور کول کېږي او بې اسناده کډوال به و اېستل شي.

ښاغلي وحیدي د چارشنبې په ورځ له مهر خبري اژانس سره مرکه کې زیاته کړې، چې په دغه هېواد کې نږدې پنځه میلیونه افغان کډوال اوسېږي.

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې چاپېریال داسې برابر کړي چې افغان کډوال ور سره خپلو مېنوته ستانه شي.

طالبان دا مهال له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د ستنېدو سره مخ دي.

پاکستان وايي، تر راتلونکې جنورۍ ټول بې اسناده کډوال باسي او له هغه وروسته اسنادي کډوالو ته هم وخت ټاکي.

نور خبرونه

رادیو