سرچینې: پاکستاني پولیسو یو شمېر هغه افغانان نیولي، چې جرمني ته کډوال کیدل

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۸

په اسلام اباد کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې پولیسو د چهارشنبې په ورځ یو شمېر هغه افغانان نیولي، چې په جرمني کې یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه څیړل کیدو په حال کې دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان ۱۱ کسه دي او د کډوالو د ایستلو مرکز ته لیږدول شوي دي.

سرچینو ویلي، د نیول شویو کډوالو د کډوالې چارې په جرمني کې مخه په خلاصیدو وې. دغو سرچینو زیاته کړه چې د دغو کسانو مصاحبه د جرمني په سفارت کې ترسره شوې وه، صحي معاینات یې بشپړ او جرمني‌ ته د پرواز لپاره ویزو ته په تمه وو.

په سیمه کې د پولیسو د عملیاتو څخه افغانستان انټرنشنل ته رسیدلي انځورونه ښیي چې پولیس د اسلام اباد په بي ۱۷ سیمه کې د دې افغانانو په نیولو لګیا دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا او يو شمېر نړۍوالو سازمانونو له پاکستانه غوښتي، چې افغان کډوال ونه باسي، په ځانګړې توګه هغه کسان، چې د طالبانو د وېرې له امله له افغانستانه وتلي دي.

همدا راز د پاکستان حکومت له دغو هېوادونو سره ژمنه کړې وه چې هغه افغانان به نه باسي چې د ویزې ترلاسه کولو او لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په تمه دي.

نور خبرونه

رادیو