ډان: د بې اسناده افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې به افغان سفارت هم ښکېل شي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۷

د ډان ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د اسنادو له مخې چارواکو پرېکړه کړې چې د کابل او نورو بهرنیو ماموریتونو سره په ډیپلوماټیکه توګه د بې اسناده بهرنیانو د بېرته ستنېدو پر اهمیت ټینګار وکړي.

د راپور له مخې د دغه اقدام موخه دا ده چې، بې اسناده بهرنیان به په عزت او درناوي سره ستنول کېږي.

راپور کې راغلي، د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د چارواکو په یوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د اسناد لرونکو بهرنیانو سره د ناوړه چلند او د هغوی د شړلو شکایتونه دې وڅېړل شي؛ تر څو حقایق یې په قضیو کې روښانه شي او پایلې دې د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکې شي.

چارواکو وویل، چې د راجسټریشن (پي او ار) کارتونو او د افغان تابعیت کارت (اې سي سي) درلودو سره بیا هم د دغو کسانو ستنول راپور شوي، چې د بې اسناده بهرنيانو د ستنولو پروګرام برخه نه وه.

چارواکو ویلي، افغان حکومت هیله لري چې د اخراج په بهیر کې له خپلو قونسلګریو سره د اېستل شویو افغانانو د تابعیت د تایید لپاره سلامشوره وشي.

دغه اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې، چې بې اسناده کډوالو ته د پاکستان حکومت ضرب الاجل د نومبر میاشتې پورې پای ته ورسېده او د روانې میاشتې په لومړیو کې د دغو کډوالو جبري اېستنه پیل شوه.

د دغو جبري ستنېدو پرمهال ډېری (پي او ار ) او ( اې سي سي) کارټونو درلودونکي هم له دغه هېواده په جبري توګه شړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو