د بلوچستان اطلاعاتو وزیر: د ۲۰۲۴ کال تر جنوري میاشتې به یو میلیون کډوال له پاکستانه وباسو

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۶

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅګزي وايي، په تېرو څلورو اونیو کې يې څلور لکه افغان کډوال له پاکستانه اېستلي دي او د کډوالو اېستلو په «پالیسي کې هیڅ نرمښت نه راولي.»

نوموړي د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۶مه) د پاکستان دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې، د پاکستان حکومت پلان لري، د روان کال تر ورستیو پورې یو میلیون هغه کډوال چې په دغه هیواد کې د اوسېدو له اسنادو پرته اوسیږي باسي.

د نوموړي په خبره په دغه یو میلیون کډوالو کې ۹۵ سلنه یې افغانان دي.

جان اڅګزی وايي، د پاکستان له بیلابیلو ښارونو څخه یې څلور لکه افغان کډوال اېستلي دي.

نوموړی وايي په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرونکو ټولو کډوالو په اړه یې پالیسي روښانه ده او هیڅ نرمښت پکې نه راولي: «موږ چې کوم هدف ټاکلی دی هغه به پوره کوو او په دې برخه کې اته ادارې کار کوي، دا لومړی ځل دی چې د کډوالو په اړه موږ داسې پالیسي غوره کوو او دا د پاکستان حکومت پرېکړه ده موږ غواړه چې پاکستان ارام کړو او داسې هیواد باید ولرو چې دلته د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته باید څوک ونه اوسیږي.»

جان اڅګزی په دغه تازه مرکه کې یو ځل بیا وايي، چې د افغانستان له لوري پاکستان د ستر امنیتي ګواښ سره مخ دی.

نوموړی وایي هغه بریدونه چې د تېر یوه کال راهیسې په پاکستان کې ترسره شوي د افغانانو له لوري شوي دي.

نوموړی وايي: «کومه تمه چې موږ د افغانستان څخه لرله هغه طالبان چې دوی په دوحه کې ژمنې کړې وې چې هیڅ هیواد ته به د دوی له لوري ګواښ نه پیښږي خو هغسې و نه شول د یوه کال په اوږدو کې په پاکستان کې ۲۵ ځانمرګي بریدونه شوي دي او په دغه بریدونو کې ۱۴یې افغانانو کړي دي.»

د پاکستان بلوچستان ایالت د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان آڅګزي د یادو څرګندونو په اړه تر دې دمه طالبانو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو