له پاکستانه اېستل شوي افغانان: د ژمي سړه هوا او د سرپناه نه شتون مو د ماشومانو ژوند ګواښي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۶

هغه افغان کډوال چې په زور له پاکستانه اېستل شوي وايي د ژمې سړه هوا یې د کورنۍ د کم عمره ماشومانو ژوند ګواښي.

له پاکستانه تازه ستانه شوي افغانان، هغه وګړي چې د کډوالۍ پر مهال یې له کړاونو ډک ژوند تیر کړی وايي، افغانستان ته په راستنیدو سره یې هم راتلونکی ناڅرګند دی.

افغانستان ته راستانه شوي دغه تازه افغان کډوال چې ډیری برخه یې په سپین بولدک او تورخم کې په موقتي پنډغالو کې اوسیږي وايي، په افغانستان کې د اوسیدو له پاره ځای او د کار له پاره سرمایه نه لري.

۳۰ کلن عزت الله چې د شپږ کسیزي کورنۍ مسولیت ور تر غاړه او تازه هیواد ته راستون شوی د خپلو درې اولادونو د راتلونکي په اړه اندېښمن دی نوموړی وايي که په را روان ساړه ژمي کې ژوندي پاتې شي بیا یې هم د زده کړو او ساتلو له پاره هیڅ امکانات په واک کې نه لري.

نوموړي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «زه اوه کلن وم چې کورنۍ مو له افغانستانه پاکستان ته کډواله شوي وه، اوس زه د دریو اولادونو پلار یم دادی خپل هیواد ته راستون شوم دلته زه په خیمه کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوم هوا ډیره سړه ده او ورځ تر بلې سړیږي دعا کوم چې په دې سړه هوا کې مي اولادونه ژوندي پاتې شي.»

د روان کال د نومبر له لومړۍ نیټې تر دې مهاله د څلورو لکو شاوخوا افغان کډوال د پاکستان حکومت له لوري په زور له دغه هیواده اېستل شوي.

افغانستان ته په دغه راستانه شویو کډوالو کې ډیری یې بې وزله او داسې کسان دې چې په افغانستان کې هم جایداد نه لري.

د عبدالکریم په نوم افغانستان ته تازه راستون شوی کډوال افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «زه نه ځمکه لرم چې ویې کرم نه پیسي لرم چې کاروبار ورباندې وکړم، اندیښمن یم چې تر څه وخته به دلته په پنډغالي کې ژوند کوم او څه وخت به نورمال ژوند پیلوم.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم دوام لري او هره ورځ زرګونه کسان په زور له دغه هیواد ایستل کیږي.

خو د دغه کډوالو په ستنېدو سره اندیښنې نورې هم زیاتې شوې دي.

د چارو شنونکی نظر محمد پاڅون وايي: «طالبان نه شي کولای چې په افغانستان کې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي. دا د افغانستان له پاره یو نوی سرخوږی پیدا سو ځکه د وږو او بیکاره خلکو پر شمیر نور وږي او بیکاره کسان هم اضافه شول.»

له پاکستانه په زور د اېستلو شویو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو له پاره طالبانو هم بودجه ځانګړې کړې ده او تر څنګ یې ملګرو ملتونه او نور هیوادونه په ګډه هڅه کوي چې په افغانستان کې د لوږې د بحران مخنیوی وکړي.

نور خبرونه

رادیو