پاکستان کې مېشت افغانان: د اوسېدو په اسناد سربېره هم د پولیسو له چاپو نه یو خلاص

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۶

په پیښور کې مېشت افغان کډوال وایي چې د اوسېدو له اسنادو سره سره يې هم پولیس بې ځایه ځوروي، وخت ناوخت چاپې پرې وهي او بیا پیسې ترې اخلي.

دوی وايي، هغه چې د اوسېدو اسناد نه لري خو هسې هم اېستل کیږي او چې اسناد هم ولري پولیس د پیسو په بهانه خلک کړوي او پیسې ترې اخلي.

ځينې اسناد لرونکو کډوالو د افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې دوی هم افغانستان ته د ستیندو اراده کړې ځکه چې اوس ورته د کډوالو کارډونو په لرلو سربېره دلته ژوند ګران شوی.

د پیښور حیات آباد تاڼې مسول حشمت خان رسنیو ته ویلي چې دوی یوازې بې اسناده افغان کډوال نیسي او له نورو سره کار نه لري: «موږ هیڅوک هم بې ځایه نه دی ځورولی او په موږ لګول شوي د پیسو اخیستو تورونه ناسم دي»

د پاکستان حکومت له خوا بهرنیو کډوالو ته له دغه هيواده دوتو وخت د اکتوبر په ۳۱ نیټه ختم شوی.

د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې په تورخم او چمن کې د بې اسناده افغان کډوالو افغانستان ته ستنېدو لړۍ لا هم روانه ده او په زرګونه کورنۍ له دغو لارو خپل هیواد ته ستنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو