د افغان ښځینه خبریالانو وضعیت: له ۲۰۰ خبریالانو څخه ۴۵ سلنه یې له وزګارۍ څخه ځوریږي
د ښځینه خبریالانو د ستونزو په اړه د افغانستان د ښځینه خبریالانو بنسټ له ۲۰۰ خبریالانو څخه د نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې. دغه بنسټ په ټول هیواد کې له ۲۰۰ ښځینه خبریالانو سره د خبریالانو پر روان وضعیت خبرې کړې او د دې نظرپوښتنې پایلې یې د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) خپرې کړې.
د افغانستان د ښځینه خبریالانو د بنسټ مشره مینه حبیب وایي، دا ټولپوښتنه د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د ننګونو د څیړلو او د دغه حالت د کابو کولو له پاره د حل لارې موندلو په موخه ترسره شوې ده.
له دغو ۲۰۰ ښځینه خبریالانو څخه ۴۵ سلنه یې وزګارتیا تر ټولو لویه ستونزه ګڼي.
یو شمیر کورنۍ او بهرنۍ ادارې هڅه کوي چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو فعالیتونه زیات شي، خو د طالبانو د سختو بندیزونو له امله دغه خبریالانې په اوسنیو شرایطو کې په رسنیو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.
په افغانستان کې یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي چې، دوی په ژورنالیستیکي فعالیتونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د طلوع نیوز ویانده هوسۍ احمدزۍ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې: «د افغانستان په اوسنیو سختو شرایطو کې په رسنیو کې کار کول اسانه کار نه دی، موږ له دومره بندیزونو سره سره بیا هم کار کوو او اوس وخت کې د ښځینه خبریالانو کار کول یوه لویه میړانه ده.»
يوه بله خبرياله شبنم شهرزاد چې اوسمهال په کابل کې اوسیږي وايي، چې د طالبانو د حکومت لهخوا د لګول شويو بنديزونو له امله يې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس وزګاره ده.
نوموړې افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې وویل: «د ښځینه خبریالانو پر وړاندې شته ننګونې په کور کې کیناستل، وزګارتیا، اطلاعاتو ته نه لاس رسی، د کار د امنیت نشتوالی او له ښځینه خبریالانو سره دوه ګونی چلند دی.»
میرمن شهرزاد ددغو ستونزو پر حل د ټینګار ترڅنګ زیاتوي چې: «موږ او د خبریالانو ملاتړي ادارې د ښځینه خبریالانو پروړاندې د سختو بندیزونو له امله اندېښمن یو.»
اخوا په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر فعالیتونو د بندیزونو د لګولو د اندېښنو په دوام، د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) سږ کال په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۰۸ پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی.
د «نی» بنسټ د مالوماتو پر اساس، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پنځوس سلنه رسنۍ غیر فعاله شوي او نږدې اویا سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې او یو شمېر مسلکي کادرونه هم له افغانستانه وتلي چې د رسنیو له پاره یې لویه تشه رامنځته کړې ده.