ډبلیو ايچ او: یوه میاشت کې مو زرګونه راستنېدونکو کډوالو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۵

د روغتیا نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر له پیل راهیسې څه باندې ۹۲ زره راستنېدونکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.

دغه سازمان په خپله اېکس پاڼه دا خبر په داسې حال کې خپور کړی چې د ستنېدونکو کډوالو په کمپونو کې د ساري ناروغیو اندېښنې زیاتې شوې دي.

زرګونه افغان کډوال چې په وروستیو څو اونیو کې له پاکستانه راستانه شوي، د تنفسي ناروغیو او نس ناستې په څېر په ناروغیو اخته دي چې دغه ناروغۍ په چټکۍ سره نورو ته د خپریدو په حال کې دي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق څو ورځې مخکې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و چې، د راستنېدونکو کډوالو اتیا سلنه برخه ښځې او ماشومان جوړوي چې په هرو څلورو کډوالو کې یو یې له پنځو کلونو کم عمره ماشوم دی او په سلو کې له شپېتو زیات له اولسو کلونو لږ عمر لري.

ډېری راستنېدونکو کورنیو ویلي چې د استوګنې له پاره مناسب ځای او د خوړو لپاره په کافي اندازه پیسې نه لري.

دوی همداراز زیاتوي چې د ژمي په رارسېدو سره هم اوسمهال په موقتي استوګنځیو کې په ډېر بد حالت کې ژوند تېروي.

د روغتیا نړېوال سازمان بیا ویلي، چې د ۷ لکهافغان راستنېدونکو روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۰ میلیونه امریکایي ډالرو ته اړتیا ده.

ستنېدونکو کډوالو ته د اړینو درملو په کافي اندازه نه شتون، د پاکو اوبو کموالی او د لنډمهال کمپونو ناسم وضعیت دا ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې روغتیایي خدمتونو ته په ځانګړې توګه د ساري ناروغیو، د مور او ماشوم روغتیایي خدمتونو او د میندوارۍ بېړنۍ پاملرنې په برخه کې د کم لاسرسي له امله د ناروغۍ او مړینې د کچې د زیاتوالي احتمال هم شته.

د روغتیا نړیوال سازمان چې د ژوند ژغورنې، د لومړنيو روغتیایي خدمتونو وړاندې کول، د اړینو درملو د رسولو او د اکمالي خدمتونو په برخو کې فعالیت کوي، له ایران او پاکستانه د راستنیدونکو کډوالو روغتیایي ستونزو ته د رسیدو په موخه په ننګرهار، کندهار او هرات ولایتونو کې خپل ټیمونه ځای پر ځای کړي دي.

سره له دې چې اوس هم د کډوالو د درملنې لپاره ناڅاپي ځایونه جوړ شوي خو د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ به په سپین بولدک کې (۳۰ بستره) او په تورخم کې (۲۰ بستره) روغتونونه د دوو اونیو په اوږدو کې فعال شي.

نور خبرونه

رادیو