سراج الدین حقاني: د افغان کډوالو د اېستلو په هکله د پاکستان پلان هیڅ قانوني توجیه نه لري

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۵

د طالبانو کورنیو چارو وزیر له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو بیا نیوکه وکړه، چې اسلام اباد یې د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي.

خو سراج الدین حقاني وايي، «د پاکستان دا ناعادلانه پرېکړه او پلان له ګڼو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ دی او هیڅ راز قانوني توجیه نه لري.»

سراج الدین حقاني د یکشنبې په ورځ په غزني کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې دا خبرې وکړې.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، نوموړي له سوداګرو، بډايه او عامو افغانانو وغوښتل چې «د ستنېدونکو افغانانو لاسنيوي وکړي او دغه راز د سرپناه پر رامنځ ته کېدو سربېره په سوداګریزو چارو کې نرمي او ارزاني ورسره وکړي.»

سراج الدین حقاني د روانې نومبر میاشتې پر اتمه په ننګرهار کې له ستنو شویو افغانانو سره په لیدنه کې هم له دوی سره د پاکستان چلن نامناسب وباله.

سراج الدین حقاني وویل، د دې ډول ستنېدو له امله نه یوازې پر کډوالو خپه دی، بلکې د دې کمزوري چلن له امله پر پاکستان هم خپه دی.

ښاغلي حقاني له افغان کډوالو سره د پاکستان وروستی چلن د اسلامي او بشري قوانیو خلاف وباله او زیاته یې کړه چې تمه یې دا وه، چې په عزت سره افغان کډوال ستانه کړي؛ خو داسې ونه شول.

سراج الدین حقاني په تورخم کې له افغان کډوالو سره

پاکستان تېر اکتوبر کې د بې اسناده کډوالو اېستلو پرېکړه وکړه او تر اوسه یې تر څلور لکو کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

که څه هم نړیوالې ادارې بیا بیا له پاکستان غوښتي چې د کډوالو ستنولو پرېکړه وځنډوي، خو اسلام اباد لا په دې برخه کې کوم شاتګ نه دی ښودلی.

کډوال پر پاکستان دا نیوکې هم کوي چې ستنېدو کې ور سره له پنځوس زرو کلدارو ډېرې روپۍ نه پرېږدي او نه هم د ملکیت لېږدولو اجازه ور کوي.

نور خبرونه

رادیو