له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو په دوام اوه زره افغانان هیواد ته راستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۵

دغه نږدې اوه زره افغانان د شنبې په ورځ د (لیندۍ ۴مه) د پاکستان له لوري په زور له دغه هیواده اېستل شوي او د سپین بولدک او تورخم له لارې هیواد ته راستانه شوي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت پر ایکس پاڼه لیکلې چې د شنبې په ورځ د (لیندۍ ۴مه) له پاکستان څخه ۳زره او ۱۶۱ افغانان په زور له پاکستانه اېستل شوي او د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي.

همدارنګه دغه وزارت وايي، چې ۳۹۴ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲زره او ۶۴۷ تنو ته رسیږي د سپین بولدک ـ چمن له لارې افغانستان ته راستانه شوي.

یاد وزارت وايي، له پاکستانه تازه راستانه شوي افغان کډوال یې د کډوالۍ نړیوال سازمان ته د مرستو له پاره ورپیژندلي دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو چارو وزارت زیاتوي چي، یاد کډوال یې د تورخم او سپین بولدک په ناڅاپي پنډغالو کې ځای پر ځای کړي او د روغتیا، خوړو او ترانسپورټ خدمات یې ورته چمتو کړي.

که څه هم طالبان د پاکستان له لوري په زور د ایستونکو افغان کډوالو له پاره د خدمتونو وړاندې کولو خبر ورکوي خو ګڼ کډوال بیا وايي، د طالبانو له لوري وړاندې کیدونکي خدمتونه ورته بسنه نه کوي د دوی په خبره په دغو پنډغالو کې د ژوند د لومړینو اسانتیا کمښت او سړه هوايي د ماشومان ژوند ګواښي.

نور خبرونه

رادیو