په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې یو ځل بیا د ښځو او نجونو د حقونو پر تضمین ټینګار وکړ

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۵

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې د ښځو او نجونو د حقونو د تضمین، د هغوی د زده کړو او کار ته د لاس رسۍ پر برخې ټینګار کړی.

څه باندې اته سوه ورځې کېږي چې په افغانستان کې نجونې له زده کړو بې برخې دي.

طالبانو تر شپږم ټولګي لوړې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او په دې اړه په کور دننه او بهر هم اعتراضونو او غوښتنې نه اوري او بابيزه یې ګڼي.

واکمنې ډلې ښځې د کار کولو څخه هم منع کړې دي او اجازه نه ورکوي چې تفريح ځايونو، ورزش، سینګار ځايونو او ډېرو عامه ځایونو ته لاړې شي.

ملګرو ملتونو په وار - وار له طالب چارواکو غوښتي چې پر نجونو او ښځو لګول شوي بندیزونه لرې کړي؛ خو دغې ډلې تر اوسه دې غوښتنې ته څرګند او مثبت ځواب نه دی ویلی.

په دې کتنه کې اغلې اوتنبایوا له ښاغلي متقي سره د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاو په اړه هم خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د یکشنبې په ورځ (لیندۍ ۵ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې روزا اوتنبایوا او د هغې مرستیال مارکس پوتزل له امیرخان متقې سره له پاکستانه د راستنېدونکو افغانانو سره د دغه سازمان د مرستو، له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هڅو پر پياوړتيا او نورو موضوعاتو هم خبرې اترې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د خلکو د بېړنیو اړتیاو په ځانګړي ډول په راتلونکي ژمي کې د ستونزو د حل په موخه د دوامداره مرستو په موخه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی.

بل خوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې بیا راغلي، چې امیرخان متقې په دې کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ته ویلي: "د نړۍ هېوادونه او سازمانونه باید د منل شویو او رسمي ادرسونو له لارې له افغانستان سره اړیکې ونیسي".

په دې خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې هېوادونه او نړۍوال سازمانونه بايد د موازي ډلو او جوړښتونو پر ځاى په افغانستان کې شته ميکانيزمونه پياوړي کړي.

نور خبرونه

رادیو