اسماعیل خان د هرات په امنیتي غونډه کې د ګډون په موخه د تاجکستان ته رسېدلی

اسماعیل خان ته نېږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې پخوانی جهادي مشر د یکشنبې په ورځ د لیندۍ په پنځمه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته رسېدلی دی. یو شمېر سرچینو تېر کال ویلي وو، چې نوموړي ته د ایران د حکومت له خوا د تاجکستان دوشنبې ته د سفر اجازه نه وه ورکړل شوې.

ټاکل شوې ده، چې اسماعیل خان د دوشنبې په ورځ د لیندۍ پر شپږمه د هرات په یوولسم امنیتي کنفرانس کې ګډون وکړي.

په هغو انځورونو کې چې له دوشنبې څخه د افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، لیدل کېږي چې په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر او د افغانستان پخوانی دفاع وزیر بسم الله محمدي د دوشنبې په هوايي ډګر کې د ښاغلي اسماعیل خان هرکلی کوي.