د ازبکستان او اسلامي همکاریو سازمان استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۵

د ازبکستان او اسلامي همکاریو سازمان استازو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د تضمین له پاره د همغږۍ د هڅو په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان له پاره د ازبکستان او د اسلامي همکاریو سازمان استازو عصمت الله ایرګاشف او طارق بخیت په تاشکند کې سره وکتل.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «دواړو خواوو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د تضمین او د ژمي په درشل کې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د برابرولو له پاره د هڅو د همغږۍ پر اړتیا خبرې وکړې.»

د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د روان وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

سره له دې چې د دې خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو طارق بخیت تر دې مخکې تهران ته تللی و او د ایران اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره یې هم د افغانستان پر روان وضعیت خبرې اترې کړې دي.

نوموړي له ښاغلي عبداللهیان سره په لیدنه کې د بشري حقونو اړوند ستونزو ته د حل لارې پر موندلو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ.

د اسلامي همکاریو سازمان د روان کال د وږي په میاشت کې اعلان وکړ چې د دغه سازمان یوه پلاوي له طالب چارواکو سره په اسلام کې د اعتدال، د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار په څېر د مهمو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ښځو له زده‌کړو او کار څخه د دغې ډلې د مخنیوي په برخه کې کورنیو او نړیوالو اعتراضونو ته هېڅ پام نه دی کړی او دا یې د دوی په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

نور خبرونه

رادیو