طالبان وايي په هلمند او بلخ کې صنعتي پارکونه جوړوي

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت پرون په هلمند او نن په بلخ کې د نويو صنعتي پارکونو او ښارګوټي د جوړولو بنسټ ډبرې کېښودې. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي، دا ډله د صنعتي پارکونو جوړولو سره افغانستان له وارداتي پر صادراتي اقتصاد بدلول غواړي.

نوموړي دا خبره پرون په هلمند کې د صنعتي پارک د پټۍ پرېکولو مراسم کې کړې ده.

د طالبانو د اعلامیې له مخې د هلمند بوست صنعتي ښارګوټی په ۱۷۵ جریبه او دوراهي صنعتي پارک په دوه زره جریبه ځمکه کې جوړېږي.

طالبانو نن د بلخ باستان په نوم صنعتي پارک د جوړېدو پرانیسته هم وکړه چې په نږدې څلور زره جریبه ځمکه کې جوړېږي او پر پارک سربېره تجارتي مرکز به هم ولري.

د طالبانو د صتعت او تجارت وزارت د پلاوي مشر ریاض الحق ریاض د یکشنبې په ورځ په دې مراسمو کې وویل، چې د پارک لومړني کارونه نن د شل میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شول چې ه د ۳.۶ کیلومتره دېوال او لس کیلومتره سړک چارې پکې شاملې دي او په شپږو میاشتو کې به بشپړې شي.

 د طابانو په اعلامیه کې دا نه دي راغلي چې دا پارک د بلخ په کومه سیمه کې جوړېږي.

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې مختلفو ولایتونو کې د سړکونو، بندونو او نورو بېخ بنسټو د جوړولو پرانیستې کړې دي، خو لا یې هم کومه یوه بشپړه کړې نه ده.