سپېڅلې ځاځۍ: محرم نه لرم نو افغانستان ته نه شم ستنېدلی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۵

پېښور کې افغان کډواله سپېڅلې ځاځۍ وایي، چې مېړه یې مړ دی او نارینه اولاد نه لري، ځکه یې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند نه شو کولی او پاکستان ته راکډه شوه.

نوموړې وايي، چې له خپلو درېیو لوڼو سره په پېښور کې اوسېږي؛ خو د پاکستان د کډوالو د ستنولو پرېکړې دوی هم اندېښمن کړي دي.

هغې افغانسان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د جمهوریت وخت کې یې لور او دې پخپله کار کاوه؛ خو د طالبانو راتلو سره دا هرڅه پرې ودرېدل: "پنځه میاشتې وروسته زه بې دندې شوم او لوڼه مې له زدکړو منع شوې وې، د کور سودا اخیستلو ته هم وتلی نه شوم".

همدا وجه وه، چې نوموړې له خپلو درېیو لوڼو سره پاکستان ته را کډه شوه او د پېښور ښار په یوې څنډې کې د ښځو د ورزش کلب کې لارښوده ده؛ خو لوڼه یې زدکړې کوي.

مېرمن ځاځۍ زیاتوي، چې که پاکستان یې ستنوي، هم روزي پرې درېږي او هم یې لوڼې له زدکړو پاتې کېږي.

د نوموړې په خبره؛ افغانستان کې ورځ تر بلې پر ښځو ساحه تنکېدله، تر دې چې په کور یې کېنولې، نه پارک ته تللی شي، نه ښوونځي ته.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو سره لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدکړې بندې کړې، وروسته یې ګام پر ګام د ښځو پر کار او پوهنتوني زدکړو بندیز ولګاوه.

د دې ډلې د بندیزونو له امله ډېر خلک د خپلو لوڼو د زدکړو لپاره ایران او پاکستان ته کډه شول.

خو پاکستان تېر اکټوبر کې د بې اسناده کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړه او تر اوسه یې تر څلور لکو کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.

که څه هم نړۍوالې ادارې بیا - بیا له پاکستانه غوښتي چې د کډوالو ستنولو پرېکړه وځنډوي؛ خو اسلام اباد لا په دې برخه کې کوم شاتګ نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو