د هوا ککړتیا؛ لاهور کې د مصنوعي باران لپاره د درې نیم ملیارډه کلدارو لګښت راځي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/3c826157ea28a8a6aba4340ae2a481c796e854b4-700x400.jpg?rect=0,3,700,394&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په پنجاب کې د هوا ککړتیا سره د مبارزې لپاره د مصنوعي باران په اړه سلامشورې روانې دي. د دولتي سرچينو له مخې، په لاهور كې د مصنوعي باران لپاره د درې نیم ملیارډه کلدارو لګول اټکل شوې دي.
د پنجاب د اطلاعاتو لنډمهاله وزير عامر مير ويلي دي، د مصنوعي باران لپاره یې له چين سره خبرې شوي او چينايي کارپوهان به ډېر ژر پاکستان ته ورشي.
تر دې وړاندې لاهور د لومړۍ او دویمې درجې د نړۍ تر ټولو ککړ هېواد پېژندل شوی او د روانې میاشتې راهیسې دوه ځله په دغه ښار کې ګرځبندیز هم لګول شوی و.