د بښنې نړۍوال سازمان د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۴

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړۍوالې ورځې په مناسبت، د بښنې نړۍوال سازمان د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

دغې ادارې نن شنبې د لېندۍ ۴مه چې د نومبر له پنځه ویشتمې نیټې سره برابره ده په خپله اېکس پانه لیکلي چې، د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یې کمپاین پیل کړی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان له خلکو غواړي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د پیوستون پیغامونه شریک کړي.

دا کمپاین نن د «افغان ښځو لپاره خبرې وکړئ» تر نامه لاندې پیل او ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د نومبر ۲۵مه په داسې حال کې په نړۍ کې لمانځل کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې پر ښځو ډېر بندیزونه لګولي، چې تر ټولو بیا د تعلیمي مرکزونو بندېدل له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته لومړی ښوونځي او بیا پوهنتونونه د نجونو له پاره وتړل او په نا دولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو پر کار کولو هم بندیزونه ولګول.

نور خبرونه

رادیو