قلندر عباد: د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکترانو شمېر پام وړ کم دی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۴

د طالبانو دغه وزیر په ارزګان ولایت کې یوې خبري غونډې ته ویلي، سره له دې چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکټرانو شمېر کم دی؛ خو ارزګان، پکتیکا او زابل په ځانګړي ډول هغه ولایتونه دي چې د ښځینه ډاکترانو، روغتیا پالانو او قابلو شمېر په کې په نشت حساب دی.

د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد ارزګانیانو ته وویل، چې دوی د دغې ستونزې د لرې کولو له پاره په پام کې لري چې د ۲۰۰ ښځینه کارکوونکو لپاره د تخصصي زده‌کړو زمینه برابره کړي.
خو دغه طالب چارواکي په دې برخه کې څرګنده نه کړه، چې د نجونو د زده‌کړو له بندېدو سره به ښځینه ډاکټرانې او روغتیا پالانې له کومه شي، هغه دا هم و نه ویل چې د نجونو له پاره به کله ښوونځی پرانیستل کېږي.
یو شمېر کتونکي وايي، چې په نجونو د زده‌کړو لګول شوی بندیز چې د تېرو دوو کالو راهیسې د طالبانو له‌خوا لګول شوی دا هغه ستر زیان دی چې د دې جبرانول ښايي ډېر کلونه وخت واخلي؛ خو لا هم طالبانو په دې برخه کې هیڅ داسې ګام نه دی اخیستی چې د افغانانو زړه دې پرې اوبه وڅښي.

نور خبرونه

رادیو