په خیبر پښتونخوا کې دیني عالمانو د ورزش په ډګر کې د نجونو پر لوبېدو د بندیز غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۴

د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په بنو کې د دیني عالمانو یوې ډلې (امامانو) یو بیان خپور کړی او غوښتنه یې کړې، چې په سمدستي توګه دې د دغې سیمې په لوبو کې د نجونو په ګډون بندیز ولګول شي.

دوی په یوه بیان کې ویلي:« موږ د نجونو د زده‌کړې مخالفت نه کوو؛ خو په سپورتونو کې د دوی ګډون فحشا ته وده ورکوي او که بندیز پرې و نه لګول شي، موږ به اعتراضي حرکتونه پیل کړو.»

په پاکستان کې ښځې وخت نا وخته د دغه ډول «تندلاریو» سره مخامخېږي.

تر دې وړاندې هم په خېبر پښتونخوا کې نجونې له ورزش څخه راګرڅول شوې وې.

تېره میاشت هم په پاکستان کې د نړۍ ښکلا سیالۍ کې د یوې پاکستانۍ موډلې ګډون غوغا جوړه کړه.

د مېس یونیورس"د نړۍ مېرمن" ښکلا سیالۍ کې د پاکستانۍ موډلې اېرېکا روبېن ګډون په دغه هېواد کې غبرګونونه راپارولي وو.


په پاکستان کې دیني عالمانو ټینګار کړی، چې حکومت دې د دې سیالۍ د مسوولینو پر ضد اقدام وکړي او ان د دغه هېواد لنډمهاله لومړي وزیر یې هم د پلټنې غوښتنه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو