په کندز کې له نجونو پرته د زده‌کړیالانو د فراغت غونډه وشوه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۴

د کندز پوهنتون د شاوخوا ۷۰۰ زده‌کړیانو د فراغت غونډه د نجونو له حضور پرته ترسره کړه.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د کندوز ولایت چارواکو د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د زده‌کړو پر پراختیا او فارغ شویو کسانو ته د کاري زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.

طالب چارواکو په دې پروګرام کې هیڅ یوې زدکړیالې ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې .

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پر زده‌کړو سخت بندیزونه لګول شوي دي او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د راپور له مخې تراوسه پر ښځو د بندیزونو اړوند څه باندې ۵۰ فرمانونه صادر شوي دي.

د طالبانو د مشرتابه باور دا دی، چې ښځې زده‌کړو ته اړتیا نلري.

سره له دې چې د طالبانو دغه فرمانونه بیا په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د زده‌کړو مخنیوی له کورنیو او بهرنیو غبرګونونه سره مخ دی؛ خو د طالبانو د دریځ د بدلون کوم څرک هم نه لیدل کېږي.

نور خبرونه

رادیو