ډان ورځپاڼه: طالبان غواړي له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو هویت مالوم او تایید کړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۴

طالبان وايي د کډوالو د ایستلو په بهیر کې به یوازې هغه کسان افغانستان ته د ننوتو اجازه ولري چې هویت یې د دغې ډلې کونسلګرۍ تایید کړی وي.

ډان ورځپاڼې د سرچینو په حواله ویلي، دا شرط د دې لپاره دی چې د "بې اسناده کډوالو" په نوم افغانستان ته د پاکستانیانو د ننوتلو مخه ونیول شي.

ډان په پاکستان کې د طالبانو په کونسلګرۍ کې د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې له دغه شرط لګولو وروسته له خیبر پښتونخوا څخه هیڅ کډوال پرون افغانستان ته نه دی ایستل شوی.
طالبانو ادعا کړې چې پاکستان د بې اسناده مهاجرینو د ستنولو بهیر کې د «افغان مهاجرینو» په نوم یو شمېر پاکستاني اتباع افغانستان ته استولي دي.
د طالبانو دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، کله چې دغې ډلې پاکستاني اتباع له کرښې ور اړول، پاکستاني چارواکو یې له منلو انکار کړی دی.
طالبان او پاکستاني چارواکي له رسمي اسنادو پرته د شاوخوا دوه میلیونه مهاجرو د شړلو ترڅنګ نور اختلافات هم لري.
طالبان وايي چې د پاکستان حکومت د کډوالو شتمنۍ ضبط کړي او دوی ته یې دومره وخت نه دی ورکړی چې خپلې شتمنۍ خپل هېواد ته انتقال کړي.
خو پاکستاني چارواکو افغانستان ته د پاکستانیانو د ایستلو ادعا بې بنسټه بللې ده. دوی ویلي چې دوی د "راتلونکي لپاره" د ټولو شړل شویو کډوالو عکسونه او د ګوتو نښې اخیستي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د طالبانو شرط چې د مهاجرینو هویت په پاکستان کې د دې ډلې د قونسلګرۍ له خوا وڅیړل شي، افغانستان ته د هغوی د لیږد بهیر ځنډوي او او «په زندان کې به یې د اوږدې مودې د پاتې کیدو لامل شي.»

نور خبرونه

رادیو