امریکا په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته چې له وتلو سره مخامخ دي ټلیفوني شمېره جوړه کړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې یې د هغو افغان پناه غوښتونکو لپاره چې امریکا ته د تګ لپاره خپلې دوسیې ته په تمه دي، د بیړنۍ ټلیفوني اړیکې شمېره جوړه کړې ده.

دغه وزارت ویلي، چې دغه شمېره به د سهار له اتو بجو تر نیمې شپې پورې د مستقیمې اړیکې او واټساپ له لارې فعاله وي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي، چې هغه پناه غوښتونکي چې د نیول کیدو او ایستلو له خطر سره مخ کیږي له دې شمېرې سره اړیکه نیولی شي.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې پاکستان په اکتوبر میاشت کې ټولو هغو کډوالو ته چې په دغه هېواد کې د اوسېدو اسناد نه لري یوه میاشت وخت ورکړی و چې ووځي، که نه نو دوی به ونیول شي او په زور به وایستل شي.

له ټاکلې مودې وروسته پاکستان د بې اسنادو افغانانو ډله ییز ایستل پیل کړل.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دا مهال په زرګونه افغانان پرته له اسنادو او یا هم له تاریخ تېرو ویزو سره په درېیمو هېوادونو کې په تمه دي تر څو نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

دېری دغو کډوالو د غربي حکومتونو او بنسټونو سره کار کړی او د بشرپالو لاملونو له مخې په دغو هېوادونو کې د استوګنې شرایطو سره برابر دي.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا د افغان کډوالو د ډله ییز ایستلو د بندولو له غوښتنې سره سره، پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی د ایستلو پلان په جدي توګه عملي کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزیر سرفراز بګټي وايي، تر اوسه شاوخوا ۳۰۰ زره بې اسناده کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ۹۹ سلنه یې له افغانستانه دي.

نور خبرونه

رادیو