سرفراز بګټی بې اسناده کډوالو ته: دا هېواد پاکستانیانو لپاره دی، پاکستانیان به په کې اوسېږي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهاله وزیر سرفراز بګټي د اندپېنډېنټ اردو سره په مرکه کې وویل، چې له ۹۹ سلنې څخه زیات ستنول شوي بې اسناده بهرنیان افغانان دي.

نوموړي د بې اسناده کډوالو د اېستلو په اړه وویل، چې دوی په پاکستان کې د سولې نشتوالي له امله بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

هغه ویلي:« دا هېواد د پاکستانیانو دی. پاکستانیان به په کې اوسېږي او هغه بهرنیان چې غواړي دلته ژوند وکړي باید په قانوني ډول راشي. موږ به دوی ته ښه راغلاست وایو.»

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهاله وزير زیاته کړې:« که څوک تر نقاب لاندې په پټه راشي او يا له دېواله راښکته شي؛ نو موږ ورته د مېلمه په سترګه نه ګورو.»

بګټي وویل، تر اوسه شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ بې اسناده کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي چې په سلو کې ۹۹ یې افغانان دي.

نور خبرونه

رادیو