نصیر احمد فایق: د افغانستان د بیا ادغام لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د پلان هرکلی کوم

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ دویمه) په یوه ویډیويي پیغام کې نړۍوالې ټولنې ته د افغانستان د بیا ادغام لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د پلان هرکلی وکړ.

فايق وويل، دغه پلان اوس‌مهال هغه پلان دی چې د خبرو اترو او د افغانستان په مسله کې د ټولو ښکېلو غاړو د سلا مشورو په پايله کې چمتو شوى دى.

نوموړي وویل، که څه هم د دغه پلان د عملي کېدو په اړه لا هم پوښتنې شته؛ خو په دغه پلان کې د افغانستان د سیاسي کړکېچ د ماتولو لپاره وړاندیز شوې حل لارې مهمې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وروستیو ورځو کې ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له وړاندیز سره خپل بشپړ مخالفت اعلان کړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي د ارزونې پر بنسټ یو پلان جوړ کړی، چې په کې د بین الافغاني خبرو په پیل، د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړېدو او د اساسي قانون په عملي کېدو ټینګار شوی دی.

دغه پلان، طالبان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په برخه کې د نړۍوالو کنوانسیونونو سره چې افغانستان یې غړیتوب لري، په رعایت کولو اړ کوي.

دا پلان په داسې حال کې جوړېږي چې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډله په پراخه کچه د بشري حقونو په سرغړونې، په خپلسرو کړنو او نورو پخوانیو چارواکو او قومونو ته په حکومتي جوړښت کې په نه برخې ورکولو تورنه ده.