طالبانو د یوه پاکستاني تښتوونکي له منګولو څخه د یوې افغان کډوالې د خلاصون خبر ورکړ

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳

په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ د هغې افغانې نجلۍ د خوشې کېدو خبر ورکړ، چې په وینا یې د یوه پاکستاني پوځي له‌خوا تښتول شوې وه.

دغې قونسلګرۍ د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ په دویمه) په اېکس پاڼه لیکلي، چې تښتوونکی د پولیسو له‌خوا نیول شوی دی.

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګرۍ ویلي، چې دغه افغانه کډواله نجلۍ څه موده وړاندې تښتول شوې وه او کورنۍ یې قونسلګرۍ ته د دغې موضوع د څارنې لپاره مراجعه کړې وه.

دغه قونسلګري وايي، دغه نجلۍ د پنجشنبې په ورځ د تښتوونکو له منګولو خوشې او خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.

نور خبرونه

رادیو