د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د ملا عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو

راشد خان د (لېندۍ په ۲مه) په خپل اېکس پاڼې لیکلي، چې د ملا عملیات یې په پریالیتوب سره ترسره شوي او له خپلو هېوادوالو څخه یې د دعا غوښتنه کړې. هغه ویلي، چې د بشپړې روغتیا وروسته به ډېر ژر د لوبو ډګر ته راستون شي.

تېره ورځ د اسټرالیا د شل اووریز لیګ بېګ باش چارواکو ویلي و، چې راشد خان د ناروغۍ له امله نه شي کولای سږ کال ورسره په دغو سیالیو کې ولوبېږي.

راشد خان له تېرو څو کلونو راهیسې د بېګ باش د اېډیلیډ سټرایکرز لوبډلې سره لوبېږي او هلته ښه ځلېدلی هم دی.

د اېډیلیډ لوبډلې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې راشد خان د یوه کوچني جراحي عملیات له امله بستري دی او دوی ورته د بشپړې روغتیا هیله کوي.

راشد خان چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې له اېډیلیډ لوبډلې سره لوبېږي، تر اوسه یې په ۶۹ لوبو کې د ۱۷،۵۱ منډو اوسط سره یې ۹۸ لوبغاړي سوځولي دي.