عباس ستانکزي په پاکستان کې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې خپلې پانګې افغانستان ته ولېږدوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزي په پاکستان کې له مېشتو افغان پانګوالو غوښتي، چې خپلې پانګې افغانستان ته ولېږدوي.

هغه دا مني چې په پاکستان کې د افغان پانګوالو لسګونه مېلیونه ډالره پانګونه شوې؛ خو د خپلې غاړې یې دا نه دي ویلي چې دا مهال د افغانانو د یرغمل شوې پانګې د خلاصون په اړه یې کوم ګام پورته کړی او په دې برخه کې له افغان کډوالو سره څه وړ مرسته کولای شي.
له کله نه چې پاکستان د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پرېکړه کړې، په دغه هېواد کې د کډوالو سره د ناوړه چلند تر څنګ د افغانانو شتمنۍ یرغمل شوې او ستنېدونکو کډوالو ته تر پنځوس زره زیاتې کلدارې نه پرېښودل کېږي چې له ځانه سره یې ولېږدوي.
افغان کډوالو له طالب چارواکو په وار، وار غوښتنه کړې چې د دوی ستونزې دې د پاکستاني چارواکو سره د ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي؛ خو تر دې دمه د طالبانو له‌خوا داسې ګام نه دی اخیستل شوی او هغوی یوازې د نورو په شان د پاکستاني چارواکو دغه دریځ غندلی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر یوازینی طالب چارواکی و چې اسلام اباد ته یې سفر کړی و؛ خو لا هم د دغه سفر لاس ته راوړنې رسنیزې شوې نه دي.

نور خبرونه

رادیو