د پاکستان ښځینه کرېکټ ملي لوبډله د شل اوره او یو ورځنیو سیالیو لپاره نوي زیلنډ ته لاړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۳

د پاکستان کرېکټ بورد اعلان وکړ چې د پاکستان د ښځو ۱۷ کسیزه لوبډله د ندا ډار په مشرۍ د نوي زیلنډ پر وړاندې د ۳ شل اوریزو او ۳یو ورځنیو سیالیو لپاره د دوبۍ له لارې نوي زیلنډ ته روانه شوې.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به درې شل اوریزې لوبې د ډېسېمبر په ۳مه، ۵مه او ۹مه نېټه په ډونېډن او کوینزټاون کې او یو ورځنۍ لوبې به د ډیسمبر له ۱۲مې تر ۱۸مې په کوینزټاون او کریسټ چرچ کې ترسره شي.

د پاکستان او نوي زیلنډ ترمنځه د يو ورځنيو لوبو سيريز د ای سي سي یا کرېکټ نړیوالې شورا د ښځینه جام یا اتلولیو برخه ده.

نور خبرونه

رادیو