کندهار ته ځینې ستانه شوي کډوال وايي په موسمي او اسهال ناروغیو اخته شوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲

کندهار ته له پاکستان ځینې ستانه شوي کډوال د دوی لپاره په جوړو شویو کمپونو کې د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دوی او ماشومان یې په موسمي او اسهال ناروغیو اخته دي.

یوه ستانه شوي کس له نوم پرته یخني او بې کیفیته خواړه د دې ناروغیو لامل وبلل.

هغه زیاته کړه «له خوراک څخه ټول ماشومان او ښځې مو په ناروغيو اخته شوې، ډاکټران او دوا هم نشته، ژوند تر حد زيات په مشکل کې روان دی».

په کندهار کې دې کډوالو ته يو کمپ په تخته پل ولسوالۍ د معتادينو په مرکز کې جوړ شوی، چې سلګونه کورنۍپکې مېشت دي.

په سپين بولدک ولسوالۍ او د کندهار ښار په بيلابيلو برخو کې هم د ځينو مرستندویو موسيسو له لوريکمپونه جوړ شوي چې شمېر يې لږ دی، خو طالبانو دواړو ته خبریالان او مدني فعالان نه ور پرېږدي.

تر ډېره دغه موقتې کمپونو ته د سيمې اوسېدونکې او يا هم يو شمېر سوداګر خواړه ور وړې.

په کندهار کې د بیرته راستنېدونکو افغانانو د کميټې استازی مولوي علي محمد حقمل وايي، دا کمپونو د هغو کورنيو لپاره دي، چې اقتصادي وضعت يې خراب او کورونه ونه لري.

د حقمل په ټکو، دغو کورنيو ته د ځمکو د ورکولو پلان هم لري خو د ورکړې دقیقه نېټه يې ونه ويله.

د رسمي شمېرو له مخې له پاکستانه کندهار ته ۲۲ زره کورنۍ ستنې شوې چې د غړو شمېر يې نژدې یو لک دېرش زرو کسانو ته رسيږي.

نور خبرونه

رادیو