د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له ایرانه نږدې دوه زره افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲

په دغو کډوالو کې یو شمېر یې د ایران له لوري په زور او یو شمېر نور یې بیا په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنج شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د لیندۍ لومړۍ نیټه ۱۹۵۷ کډوال له ایرانه، هیواد ته راستانه شوي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې یاد کډوال د اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي، او په دغه کډوالو کې یو شمیر د ایران له لوري په زور او یو شمیر یې په خپله خوښه هیواد ته راستانه شوي.
له ایرانه دغو تازه راستنو شويو له ډلې یو شمېر یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ دفتر ته د مرستو د ترلاسه کولو له پاره ور پيژندل شوي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تیره ورځ یې په تورخم کې د اجباري راستنېدونکو ستونزو ته د حل د کمیسیون له لوري ۲۰ زره کسانو ته خدمتونه وړاندې کړي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې تېره ورځ پر ۲۰ زرو تازه راستنو شویو کډوالو پخه ډوډۍ، د خوراکي توکو کڅوړې، کمپلې، څپلۍ، سیمکارټونه او د څښلو پاکې اوبه ویشل شوې دي.
همدارنګه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په ډیورنډ کرښه ۲۸ تنه ورک شوي ماشومان یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
که څه هم طالبانو د پاکستان له لوري په زور د راستنېدونکو کډوالو له پاره په تورخم او سپین بولدک ولسوالیو کې ناڅاپي پنډغالې جوړ کړي، خو ګڼ کډوال د کورونو د نه شتون او په سړه هوا کې د شپو او ورځو له تېریدو څخه شکایت کوي.

نور خبرونه

رادیو