د چمن پرلت؛ د ۳۴ ورځو په تېرېدو سره د پاکستان حکومت د پرلت وهونکو غوښتنو ته چوپ پاتې دی

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲

د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې زرګونه کسان د تېرو ۳۴ ورځو راهیسې د پاکستان د هغه پرېکړې په غبرګون د اعتراض په ډول پرلت وهلی، چې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه به تګ راتګ په پاسپورټ او ویزه تر سره کېږي.

خو د دغه قبایلي سیمې اوسېدونکي وايي، د پاکستان دغه پرېکړه خپلسرې پرېکړه ده او په هیڅ ډول دوی ته د منلو نه ده.
نن د پنج شنبې په ورځ د (لېندۍ ۲مه ) نیټه د ۳۴مې ورځې لپاره هم پرلت دوام لري.
پرلت وهونکي وايي، که څه هم د پرلت له امله د زرګونو وګړو کاروبارونه په ټپه ولاړ دي؛ خو تر هغې به پرلت ته دوام ورکوي چې پاکستان خپله پرېکړه نه وي اخیستې.
د دغه پرلت یو غړی فیض محمد وايي:« موږ پوهېږو، چې پرلت مو د پاکستان پر حکومت ډېر فشار راوړی دی او پاکستان هیڅ بله لاره نه لري حتمن به زموږ غوښتنې مني.»
دا لومړی ځل دی، چې په سوېلي پښتونخوا کې ټول سیاسي ګوندونه، دیني عالمان او عام وګړي په یوه خوله د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د حتمي کېدو په غبرګون پرلت وهي.
د چمن قومي مشر فتح محمد وايي:« موږ یو ځل بیا په سوېلي پښتونخوا کې پر ټولو خلکو غږ کوو، چې د خپلو اهدافو لپاره له همداسې یووالي څخه کار واخلو. زموږ غږ باید بدرګه شي تر څو د چمن د هر وګړي د پاسپورټ نه منلو هیله پوره شي.»
پرلت وهونکي پر دروازه پاسپورټ د نه منلو تر څنګ د پاکستان له لورې له افغان کډوالو سره د تر سره کېدونکي چلند غندنه کوي.
د پرلت د مرکزي کمیټې غړی حمیدالله پهلوان وايي د پاکستان حکومت د پرلت د مرکزي کمیټې پر پنځو غړو په دې تور عریضه کړې، چې د چمن وګړي یې د پاکستان حکومت پرېکړې خلاف هڅولي دي.
نوموړی وايي:«موږ اجازه نه ورکوو، چې د پنجاب دا ارمان پوره شي، موږ به د چمن، کوټې او کندهار تر منځ په ازاد ډول تګ راتګ کوو.»
د څه باندې یوې میاشتې راهیسي پرلت وهونکي له خپلې غوښتنې نه پر شا کېږي او وايي، پاکستان باید د پخوا په شان د سپین بولدک چمن تر منځ پر دروازه تګ راتګ د افغانستان پر تذکره او د پاکستان په شناختي کارډ تر سره کړي.

نور خبرونه

رادیو