د بښنې نړیوال سازمان: فرانسه باید د افغانو ښځینه فعالانو د ویزو ورکولو لړۍ چټکه کړي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲

د بښنې نړیوال سازمان له فرانسې وغوښتل چې په پاکستان کې میشتو افغانو ښځو ته د ویزو ورکولو لړۍ چټکه کړي.

دغه سازمان د ښځینه فعالانو، خبریالانو، پخوانیو ښځینه دولتي کارکونکو او ښځینه هنرمندانو د پناه غوښتنې دوسیو ته د رسیدو په پڅ بهیر نیوکه وکړه او د دغې لړۍ د چټکتیا غوښتنه یې کړې

یاد سازمان په خواله رسنیو کې د افغان ښځو او نجونو د پناه غوښتنې له حق څخه د دفاع په موخه یوه کمپاین کې شاوخوا ۶۵ زره لاسلیکونه راټول کړي دي.
د بښنې نړیوال سازمان له اروپايي هېوادونو غوښتي، په داسې حال کې چې طالبانو ښځې له خپلو اساسي حقونو لکه تعلیم او په مرستندویه موسسو کې له کار کولو منع کړي دي، ملاتړ یې وکړي.
دغه سازمان همداراز د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې د کډوالو د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل؛ دوی له ځورونې او د بېرته لېږلو له ګواښ سره مخامخ دي.
د یادولو ده چې، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې تېره اوونۍ وویل چې له پاکستانه په شړل شویو کډوالو کې ۸۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

نور خبرونه

رادیو