د کاناډا د کډوالو چارو وزارت: په وروستیو اونیو کې سلګونه افغانان کاناډا ته ولېږدول شول

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲

د کاناډا د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان له‌خوا پر کډوالو د فشارونو له زیاتېدو وروسته دوی د هغو کډوالو د لېږد بهیر چټک کړی چې دغه هېواد ته یې د کېسونو چارې روانې وې او یوازې په درېیمه الوتنه کې یې ۳۱۶ افغانان دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د کاناډا دولت په وروستیو څو اونیو کې له اسلام اباده سلګونه افغانان په چارټر شویو الوتکو کې ټورنټو ته انتقال کړي دي.

اخوا په کاناډا کې بیا یوه افغاني الاصله خبریال له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې په تېرو دوو اونیو کې څه باندې ۵۰۰ کسان دغه هېواد ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت په خبره، په لېږدول شویو کسانو کې د بشری حقونو فعالین، مدنی فعالان، خبریالان، د کاناډا دولت سیمه‌ییز همکاران او یو شمېر هغه کسان چې له ګواښ سره مخامخ و، شامل دي.

د کاناډا د کډوالو وزارت په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې له پاکستانه د افغانانو د لېږد بهیر یې ګړندی کړی او دا پناه غوښتونکي به د دې هېواد په ۳۱ سیمو کې ځای پر ځای شي.

یاد وزارت زیاته کړه، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې څخه تراوسه پورې یې د لږ تر لږه ۴۰ زرو افغان کډوالو د لېږد هدف پوره کړی دی.

د بیان له مخې، کاناډا د نورو وړ غوښتنلیکونو چې دمخه یې ترلاسه کړي دي، بیاکتنې ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کاناډا حکومت له دې وړاندې هم له پاکستان او متحده عربي اماراتو څخه ډېر شمېر افغان کډوال هغه هېواد ته لېږدولي وو.

څه موده وړاندې د کاناډا د کډوالو چارو وزیر مارک مېلر هم اعلان وکړ، چې دوی په پام کې لري په پاکستان کې مېشت نور افغانان هم دغه هېواد ته ولېږدوي.

له دې سره، څو ورځې وړاندې بیا د "امان لارا" په نوم يوه کاناډايي سازمان افغانستان ته د هغو شپږو افغانو کورنیو د استولو خبر ورکړ، چې کاناډا ته د لېږدېدو په تمه ول.

د دغه بنسټ د اټکل له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۲۵۰۰ افغانان کاناډا ته د لېږدولو په تمه دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، څه باندې ۱۲۰ زره افغانان بېلابېلو اروپایي او امریکایي هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې له پاکستان، تاجکستان، متحده عربي اماراتو او البانیا څخه زرګونه افغانان د چارټر الوتنو له لارې کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو ته رسېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو