فرانسه کې اعتراضي راټولېدنه: معترضینو د نیول شویو معترضو مېرمنو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۲

په افغانستان کې د معترضو ښځو د نیول کېدو په اړه له غبرګونونو وروسته، افغان ورزشکارې ذکیې خدادادي د طالبانو له بنده د نیول شویو مېرمنو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د پاراټکوانډو پخوانۍ غړې خدادادي پرون چهارشنبې د لېندۍ په لومړۍ نېټه د فرانسې په پاریس ښار کې په یوه اعتراضیه حرکت کې د طالبانو له بنده د اعتراض کوونکو مېرمنو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغې افغانې ورزشکارې په پاریس کې له یو شمېر نورو مېرمنو سره همداراز زیاته کړه چې، د طالبانو د بې عدالتۍ او نيولو پر وړاندې په یوه او متحد غږ د پریسا ازادې، ژولیا پارسي، منیژه صديقي او ندا پرواني په ګډون د ښځینه معترضینو د بې قيد او شرط خوشې کېدو غوښتونکي دي.

طالبانو له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په کابل کې یو شمېر معترضې ښځې نیولې دي.

د یو شمېر سرچینو له قوله، په دې وروستیو کې دغې ډلې پریسا ازاده هغه وخت د لړم په ۲۳مه د کابل په لویدیځ کې ونیوله چې غوښتل یې خپل اعتراضي شعارونه ولیکي.

سره له دې چې د معترضو ښځو نیول له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی؛ خو طالبانو تر اوسه د دغو ښځو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

نور خبرونه

رادیو