د خوړو نړۍوال پروګرام: پاکستان په ناسم وخت کې د کډوالو د اېستلو پرېکړه کړې

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱

ډبلیو، اېف، پي د ستنو شویو افغان کډوالو وضعیت ته په کتو سره وايي، چې پاکستان په ډېر بد وخت کې د افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده.

په افغانستان کې د ډبلیو، اېف، پي مشرې هسیاو وي په تورخم کې له راستنو شویو افغانانو سره د کتنې پرمهال وویل، چې د پاکستان دغه پرېکړه ناوړه پایلې له ځانه سره لري.

د نوموړې یوه ویډیويي وینا چې پر اېکس پاڼې خپره شوې همداراز یې زیاته کړې ده چې، ستنېدونکي کډوال نه کافي خواړه او نه د استوګنې مناسب ځای لري.

میرمن هسیاو وي ویلي، چې له دغو کډوالو څخه د ژوند هرڅه په پاکستان کې پاتې شوي او دوی تش لاس افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

هغې د افغانستان ناسم اقتصادي وضعیت او همدارنګه د هرات د زیانمنوونکو زلزله ځپلو ته په اشارې سره وویل، چې د ژمي نږدې کېدل بله لویه ستونزه ده، چې افغانان یې له بد وضعیت سره مخامخ کړي دي.

سره له دې چې بېلابېلو نړۍوالو ادارو او هېوادونو د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د کډوالو د اېستلو لړۍ بنده کړي؛ خو پاکستان په خپل دریځ کلک ولاړ دی او هره ورځ زرګونه افغانان د سپین بولدک او تورخم له لارو له دغه هېواده اېستل کېږي.

نور خبرونه

رادیو