پاکستان لوېدیځ ته له تلونکي هر افغان کډوال نه ۸۳۰ ډالر اخلي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱

ملګري ملتونه او لوېدیز ډیپلوماټان د پاکستان دا پرېکړه ټکان ور کوونکې او مایوسوونکې بولي چې له دغه هېواده غرب ته له تلونکي هر افغان نه ۸۳۰ ډالر د وتلو د اجازې په نوم اخلي.

غربي ډیپلوماټان وايي، د پاکستان حکومت په لومړي سر کې غوښتل له هر کډوال زر ډالر واخلي، خو وروسته یې ۸۳۰ کړل.

دغه بې مخینې ګام د هغو کډوالو پرضد دی چې په لوېدیځ کې کېسونه لري او په قانوني ډول له پاکستانه ځي.

د ګارډین د چارشنبې ورځې د راپور له مخې، د پاکستان دا پرېکړه د تېر اکتوبر لومړیو کې په دغه هېواد کې نږدې دوه میلیونه بې اسناده افغان کډوالو ته د وتلو نېټې تر ټاکلو وروسته ده.

له همدې نېټې راهیسې د پاکستان پولیسو په اسلام اباد کې ځینې هغه کډوال هم نیولي چې ویزې لري او غرب ته د تلو په تمه دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د جمهوریت تر پرځېدو وروسته په زرګونو افغانان له اسنادو پرته او لا هم له تاریختېرې ویزې سره پاکستان کې اوسېږي او غرب ته د تلو په تمه دي.

ډېرې دې کسانو په افغانستان کې له لوېدیزو حکومتونو او ادارو سره کار کړی او د انساني همدردۍ له مخې لوېدیځ ته د تلو حق لري.

امریکا پلان لري چې له دې کډوالو ۲۵ زره او بریتانیا هم ۲۰ زره ولېږدوي.

په پاکستان کې پنځو مهمو ډیپلوماټانو ګارډین ته د پاکستان له خوا له دې کډوالو د وتلو اجازه لیک په نوم د دې پیسو اخیستل په نړیواله کچه بې مخینې او ټکان ور کوونکي بللي دي.

یوه ډيپلوماټ ویلي چې دا پیسې د پاکستان لپاره ډېرې اقتصادي، خو د کډوالو لپاره وژونکې دي.

د دې ډيپلوماټ په خبره، دا موضوع د ملګرو ملتونو یونیسیار او د کډوالو نړیوال سازمان کې هم را پورته شوې او همدارنګه سفارتکارو له خپلو مرکزونو سره شریکړه کړې ده.

یو لوېدیز ډیپلوماټ د پاکستان دا پرېکړه مایسوونکې بولي او زیاتوي: «که پاکستان لوېدیځ ته د کډوالو د لېږد بهیر اسانوي، په داسې پوچو شرایطو سره باید کار پېچلی نه کړي، د وتلو اجازه لیک په نوم دا لګښت څنګه توجیه کوي، د ډېرو پیسو د ګټلو لپاره؟»

بل ډیپلوماټ وايي، پاکستان دا هم وايي چې افغان کډوال باید دا پیسې د کارت له لارې ور کړي، چې ډېرب کډوال یې لري هم نه: «موږ له کډوالو سره د مرستې لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا لرو او هیله ده چې پاکستان به مرسته وکړي.»

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وايي، دا پالیسي نه بدلېږي او زیاتوي: «دا کسان له تېرو دو وکلونو راهیسې دلته دي، دوی مهاجر نه کډوال دي، د ویزو وخت یې تېر او اسناد نه لري.»

هغه هیله لري چې څومره ژر ممکنه وي اړوند هېوادونه به یې د اېستلو لپاره د ویزو بهیر تایید کړي
نوموړې دا هم وايي چې ملګري ملتونه پر دې ستونزه له پاکستان سره ګډ کار کوي او غرب کې د مېشتېدونکو افغانانو د وتلو جرمانه او د ویزې پیسې به ور کړي.

له تېر اکتوبر راهیسې چې پاکستان د بې اسناده کډوالو اېستل پیل کړی، له دې کورنیو سره تر پنځوس زرو کلدارو ډېرې پیسې هم نه پرېږدي او نه اجازه ور کوي چې خپل ګاډي او ماشینري افغانستان ته ولېږدوي.

نور خبرونه

رادیو