ملګرو ملتونو له پاکستان وغوښتل چې په ژمي کې د افغان کډوالو ستنول وځنډوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره له پاکستان غواړي، چې په ژمي کې د افغان کډوالو له ستنولو ډډ وکړي.

دا غوښتنه په داسې مهال شوې ده، چې پاکستاني پولیس کور په کور په کډوالو پسې ګرځي او بې اسناده افغانان ستنوي.

د یونیسیار سیمه ییز ویاند بابر بلوڅ نن رویټرز سره مرکه کې ویلي: "افغانستان کې وژونکی ژمی راتلونکی دی او د خلکو ژوند اخیستلی شي، ځکه موږ بیا د پاکستان پر حکومت غږ کوو چې د کډوالو ستنول دې سخت موسم کې ودروي."

ملګري ملتونه وايي؛ افغانستان ته ستنېدل باید په خپله خوښه وي او اسلام اباد باید هغه کسان وپېژني چې نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري.

د ملکرو ملتونو دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي نن رسنیو ته ویلي، په دغه صوبه کې د بې قانونه کډوالو اېستلو لړۍ لا چټکه شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د جنورۍ تر لومړیو به دا ډول ټول کډوال افغانستان ته ستنوي.

اسلام اباد د تېرې میلادي میاشتې لومړیو کې د نېږدې دوه میلیونه بې اسناده کډوالو د وتلو لپاره نېټه وټاکله.

موقت حکومت ویلي وو، چې افغان کډوال د پاکستان ضد وسلوالو سره لار لري؛ خو طالبان دا تورونه ردوي.

د تېر اکټوبر لومړۍ نېټې راهیسې تر اوسه تر درې لکه اویا زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو