د م.م عالي کمېشنري: افغانستان ته د کډوالو ډله‌ییز ستنېدل، روان بشري ناورین لاپسې پراخوي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱

د دغې ادارې په نوي خپور شوي راپور کې راغلي، چې د اکټوبر په ۳مه د پاکستان له‌خوا د بې اسناده بهرنیانو له پرېکړې وروسته د اټکل له مخې ۳۷۴۰۰۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي او له دې ډلې ډېری یې په وېره او ترهه کې دي.

دغه اداره وایي:« موږ په پاکستان کې د افغانانو په نیولو، بندیانولو او شړلو کې د بې ساري زیاتوالي شاهدان یو.»

راپور کې راغلي، افغانستان ته د کډوالو ډله‌ییز ستنېدل روان بشري ناورین لاپسې پراخوي.

راپور زیاتوي، ډېری افغان راستنېدونکي د ښځو او ماشومانو په ګډون زیان منونکي دي چې د مناسبې سرپناه پرته کېدی شي په سخت ژمي کې د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

دغې ادارې ټینګار کړی، چې افغانستان ته هر ډول ستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي، پرته له دې چې په پاکستان کې قانوني حیثیت ولري.

دغې ادارې د پاکستان له حکومته غوښتي، چې یوه تګلاره رامنځته کړي؛ ترڅو هغه کسان وپېژني کوم چې نړۍوال خوندیتوب ته اړتیا لري.

‏د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په بېلابېلو کچو د پاکستاني چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی کوي، چې د هغو کسانو په وړاندې قانوني اقدامات یې پیل کړي چې د حکومت د حکم په پایله کې د افغانانو سره په زور او ناوړه چلند کې ښکېل دي.

نور خبرونه

رادیو