ترکي چارواکي وايي ۴۷ افغان کډوال یې ژغورلي دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱

د ترکیې سمندرساتي ځواکونه وايي، چې په دوو جلا عملیاتو کې یې د دغه هېواد د چاناک کلا ښار په ایواجیک څنډو کې ۴۷ افغان کډوال وژغورل.

له بلې خوا د ترکیې پولیس وايي، چې د افغان کډوالو په ګډون یې شل نور مهاجر په انقره کې ونیول.

ترک رسنیو ویلي؛ د سمندرساتو ځواکونو قوماندانۍ پرون اژاه سمندرګي کې په دوو جلا عملیاتو سره د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۷ افغانان وژغورل او ایواجیک کې یې د کډوالو ساتنې مرکز ته وسپارل.

د ترکیې پولیسو نن دا هم ویلي، چې ۲۰ افغان او پاکستاني کډوال یې په انقره کې نیولي دی.

ترک رسنۍ زیاتوي، چې دا کډوال به له رسمي پړاوونو وروسته واېستل شي.

له بلې خوا دوو افغان کډوالو له سړي تښتوونکو د تېتښې په هڅه کې د اپارتمان له درېیم پوړ ټوپ اچولی، چې یو یې وژل شوی دی.

ترک رسنۍ وايي، هغه درې کسان هم تښتېدلي چې دا افغان کډوال یې بنديان کړي وو.

دوی دا هم وايي، چې دغه کور کې بندي شوي کډوال شکنجه شوي هم دي.

ترکیه اروپا ته د کډوالو د تګ اصلي لار ده.

نور خبرونه

رادیو