نن د چمن د پرلت په ۳۲مه ورځ د بلوچستان صوبې ګڼ ډاکټران هم د پرلت وهونکو سره یو ځای شول

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱

په چمن کې د پاکستان حکومت له‌خوا په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ لازمي کولو پر ضد نن په ۳۲مه ورځ هم زرګونه پرلت وهونکي د پرلت پر ځای راغونډ شوي وو او په یوه خوله یې ویل، چې دوی له خپلو غوښتنو نه په شاکېدونکي دي.

د دغو زرګونو پرلت وهونکو سره نن د بلوچستان صوبې ډاکټرانو هم برخه واخیسته او د پاکستان د وروستۍ پرېکړې غندنه یې وکړه.
له بلوچستانه د ډاکټرانو په ډله کې ډاکټر عبدالصمد وینا وکړه او پرلت کوونکو ته یې وویل:« موږ د بلوچستان صوبې ټول ډاکټران درسره اوږه په اوږه ولاړ یو او ستاسو سره همغږی یو.»
ښاغلي عبدالصمد زیاته کړه:« روان پرلت د ظلم او ناروا په مقابل کې جوړ شوی او هر با ضمیره انسان باید د ظلم او وحشت پر ضد خپل غږ اوچت کړي. دا د ظلم او بربریت انتها ده، چې نن یې اسلام اباد پر پښتنو روا ګڼي او غواړی دوه وروڼه له یو بل څخه بېل کړي، داسې ظلم نن اسراییل له فلسطین سره هم نه کوي لکه پاکستان چې له پښتنو سره پیل کړی دی.»
هغه له پاکستانه د افغان کډوالو په زور اېستلو ته په اشارې وویل:« دا هغه پاکستان دی، چې له نن څخه څلوېښت کاله مخکې یې د افغانانو هرکلی کاوه او هغوی ته یې د ګلونو امېلونه په غاړه کول او نن یې بیا دهشت ګر بولي او په ډېره بې رحمۍ یې له دغه ځایه شړي. موږ هیچا ته هم اجازه نه ورکوو، چې له دې زیات دې پر پښتنو ظلم او ستم وکړي.»
پرلت وهونکو نن یو وارې بیا ګواښ وکړ که غوښتنې یې و نه منل شي؛ نو دوی به ټولې لویې لارې بندې کړي او هیڅ یو حکومتی کس ته به اجازه ورنه کړي، چې د دوی په سیمه کې تګ راتګ وکړي او یا هم د مرکزی حکومت غوښتنې په دې سیمه کې پلې کړي.

نور خبرونه

رادیو