د ملګرو ملتونو دوه ادارې غواړي، په ګډه له هغو ښځو سره کار وکړي چې له ګواښ سره مخامخې دي

AP ۱۴۰۲ لیندۍ ۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې الېسون ډیوېډیان او د افغانستان لپاره د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو د دفتر استازې انوبه سود د کابل د ښځینه زندان او د توقیف له مرکز څخه لیدنه وکړه.

دغو دوو ادارو یوه ګډه همکاري پیل کړې، چې له مخې به یې د هغو ښځو غږ اوري چې له ګواښ سره مخامخې دي.
په دغې لېدنه کې ښځو خپلې ستونزې او کړاوونه له دغو مرستندویانو سره شریک کړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په راپور کې راغلي، د توقیف په مرکز کې مېرمنو خپلو کورنیو ته د بېرته ستنېدو لېوالتیا په اړه هم خبرې وکړې؛ خو دوی له دې وېره لرله چې خپلو کورنیو ته تر ستنېدو وروسته به له کومو غبرګونونو او چلند سره مخامخېږي.
د افغانستان لپاره د نشه‌یي توکو او جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو د دفتر استازې انوبه سود ویلي:« په زندان کې مو ډېری داسې مېرمنې هم ولیدې، چې د تاوتریخوالي کوم جرم یې نه دی ترسره کړی.»
په راپور کې راغلي، چې زندان د دوی په ژوند منفي اغېز کوي، لکه د بند پرمهال او وروسته د خوندیتوب کموالی، د رواني او فزیکي روغتیا خرابوالی، د بدنامۍ له امله د ټولنیز ادغام نشتوالی او د دوی د ماشومانو په وده کې اوږدمهاله اغېزه.
راپور زیاته کړې:« د دې نوې ګډې همکارۍ سره زموږ موخه دا ده، چې ډاډ ترلاسه کړو دغو مېرمنو سره کار کول به د زندان پرمهال د امکان تر حده د دوی ملاتړ وکړي او په ټولنه کې به د دوی ادغام اسانه کړي.»
د توقیف په دغه مرکز کې د ښځو د خبرو په اورېدلو سره، د ملګرو ملتونو د ښځو او د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ژمنې دي، چې د ډېرو اړو کسانو غږ واوري او د دې ملګرتیا له لارې په ګډه کار کوي؛ ترڅو هغو مېرمنو ته ورسېږي چې ډېرې زیانمنوونکي دي.
راپور کې راغلي، چې چمتو شوي خدمتونه به په کابل، هرات او کندهار کې له ښځو سره مرسته وکړي.

نور خبرونه

رادیو