اېن‌بي‌سي: له پاکستانه د کډوالو اېستلو پر دوام تر ۴ لکو ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۳۰

د اېن بي سي د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي چې په دغه هېواد کې د بې اسناده بهرنیانو پر ضد د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر ۴ لکو ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

د دغې رسنۍ په وینا، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه شمېره تایید کړې او اېسوشیېټډ پرېس ته یې ویلي، چې ډېری یې خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره د تورخم او سپین بولدک له لارې ستنېږي.
د پاکستان حکومت د روان کال په اکټوبر میاشت کې اعلان وکړ، چې ټول بې اسناده بهرنیان دې د نومبر تر لومړۍ نېټې له دغه هېواده ووځي او دوی به سر له نومبر میاشتې د بې اسناده بهرنیانو پر ضد عملیات پیلوي.
تر نومبر وړاندې له دغه هېواده د افغان کډوالو وتنه پیل شوه او اوس په جبري ډول د دغو کډوالو ستنېدنه دوام لري.
له بلې خوا په چمن کې په ویزو او پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې، شاوخوا یوه میاشت کیږي چې د ځایي اوسېدونکو پرلت دوام لري.
دغه پرلت ورځ تربلې پراخېږي او اوسمهال لویې لارې هم تړل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو