ملګري ملتونه: له پاکستانه د تازه ستنو شویو افغانانو له پاره مو ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

د بشرپاله مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي، مارټېن ګرېفېټس په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، افغانستان ته له پاکستانه د تازه ستنو شویو افغان کډوالو له پاره یې ۱۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

نوموړی وايي، د روان میلادي کال د سپټمبر له نیمايي راهیسې له ۳ لکو ډير افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
ښاغلی ګرېفېټس وايي، دغه ۱۰ میلیونه ډالر یې د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو د مرکزي صندوق څخه ځانګړې کړي، او تمه ده چې افغانستان ته د ستنو شویو افغان کډوالو ته مرستي برابرې کړي او د هغوی بنسټیزې بشري اړتیاوې تر پوښښ لاندې راولي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال په داسې حال کې د ۱۰ میلیونه ډالرو د ځانګړي کیدو خبر ورکوي چې لا هم هره ورځ سلګونه افغان کډوال د پاکستان د حکومت له لوري په زور له دغه هیواده اېستل کیږي او پر یوه وخت افغانستان ته د لکونو کډوالو له ستنېدو سره بشري اړتیاوو ته د لږ لاسرسي په اړه اندېښې زیاتې شوې دي.