پېښور کې افغان هټۍوال: حکومت راته د هټۍ پرېښودو او له دغه هېواده د وتو یوه میاشت وخت راکړی

AP ۱۴۰۲ لړم ۳۰

په پېښور کې د افغانانو نامتو بازار بورډ چې د کوچني کابل په نامه هم یادېږي، نوي سلنه هټۍوال یې افغانان دي.

دغه بازار کې د افغانانو د اړتیا وړ ټول افغاني څېزونه موندل کېږي.

خو له هغه وروسته چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې له دغه هېواده به بې اسناده کډوال باسي په دغه بازار کې یې مېشت افغان هټۍوال له ستونزو سره مخ کړي دي.

په دغه بازار کې افغان هټۍوال وایي، حکومت ورته یوه میاشت وخت ورکړی چې خپلې هټۍ تشې کړي.

محمد عمر چې په دغه بازار کې له کلونو راهیسې افغاني جامې او ګنډونه پلوري وایي:« حکومت راته یوه میاشت وخت راکړی، چې دغه هټۍ تشې کړو.»

هغه وایي:« راته ډېره زیاته ستونزمنه ده، چې خپل کاروبار د خرابېدو په حال کې ګورم.»

هغه زیاتوي:« په دومره کمه موده کې به شاوخوا پنځه زره جوړې ګنډونه څنګه وپلورم؟ زه دې ته اړ یمه، چې ټول په تاوان وپلورم؛ ځکه چې افغانستان ته د تلو پرمهال ماسره د دغو ګنډونو وړل پاکستاني حکومت نه پریږدي.»

تر دې وړاندې د اکټوبر میاشتې په وروستیو ورځو کې پاکستاني حکومت د بورډ په ښارګوټي کې د افغانانو سلګونه هټۍ په دې پلمه نړولې وې، چې ګواکې په ناقانونه توګه جوړې شوې او د ټرافیکو لپاره یې ستونزې جوړې ګړې وې.

نور خبرونه

رادیو