د ایران د سرې میاشتې اداره وايي، د هرات زلزله ځپلو ته یې ۸۰۰ ټنه مرستندویه مواد استولي دي
د خراسان ولایت د سرې میاشتې ټولنې یوه چارواکي خبر ورکړی، چې دغې ادارې د هرات زلزله ځپلو ته شاوخوا ۸۰۰ ټنه مرسته رسولې ده.
مسعود هدایتي وویل، چې دوی ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته خیمې، خوراکي توکي، کمپلې، غالۍ، د تودولو وسایل، د پخولو وسایل او د حفظ الصحې توکي ویشلي دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د مرستندویه ادارې دغه چارواکي ویلي، چې په هرات کې د تېرې میاشتې له زلزلې راهیسې، د ۲۴ مسلکي ژغورونکو ډلو په توګه ټولټال ۶۰ ژغورونکي د زلزلې سیمې ته استول شوي دي.
ښاغلي هدایتي وویل، چې له دغو ژغورونکو ډلو سره ۲۱ د ژغورنې او مرستندویه د انتقال وسایط او ۱۳ دانې د خځلو ټولولو تخصصي دستګاوې هم استول شوي.