له پاکستانه د افغان کډوالو اېستل؛ پښتون ژغورنې غورځنګ یې په غبرګون کې لاریونونه پیل کړي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۹

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او د پي ټي ایم د غړو د نیولو د غندلو په غبرګون په اروپايي هیوادونو کې د لاریونونو په دوام د یک شنبې په ورځ د (لړم ۲۸مه) په فرانسه کې لاریون وکړ.

په دغه لاریون کې لسګونه کسانو ګډون کړی او د پاکستان حکومت ضد شعارونه یې ورکول.

لاریون وال وايي، د پاکستان حکومت د افغان کډوالو مالونه، شتمنۍ او کارو بارونه په زور ترې اخلي او په ډير بد حالت کې یې له ډیورنډ کرښې بله غاړه اړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عبدالله احسان وايي: «د ملګرو ملتونو پر سازمان غږکوو چې د افغان کډوالو سره د شوي او راوان ناوړه انساني چلند څیړنه وکړي او هم دې د افغان کډوالو په نوم د پاکستان له حکومت سره مرسته نه کوي، بلکې د بشري مرستو رسونکو ادارو له لوری دې افغان کډوالو ته مرستې ورسول شي چې په دې ساړه ژمي کې د انساني ناورین مخه ونیول شي.»

د دغه لاریون پر مهال د پاکستان حکومت له لوري د پي ټي ایم د غړو نیول او بندي کول هم و غندل شول.

د پي ټي ایم غړی ملک بازي لاریون ته د خپلو خبرو پر مهال وویل: «موږ په فرانسه کې د دغه لاریون پر مهال د چمن د پرلت څخه خپل ملاتړ اعلانوو، د پاکستان ریاست د پي ټي ایم یو شمیر غړي په دې خاطر ونیول چې د افغان کډوالو سره د تر سره شوي ظلم په غبرګون یې غږ پورته کاوه. اوس هم زموږ ډیری غړي د پنجاب په زندانانو کې پراته دي خو پاکستان په دې کارونو زموږ د مبارزي مخه نسي نیولی موږ به تل د خپل پښتنو او افغانانو د مظلومیت غږ پورته کوو.»

د فرانسي په دغه لاریون کې یو پرېکړه لیک هم ولسوتل شو او په پرېکړه لیک کې پر نړیوالي ټولني غږشوی چې د «بشري حقونو د نقض کوونکي پاکستاني حکومت د ظلم او وحشت مخه دې ونیول شي.»

د پښتون ژغورني غورځنګ داسې مهال په اروپايي هیوادونو کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره د ناوړه انساني چلند د غندلو په موخه لاریونونه پیل کړي چې د دغه غورځنګ یو شمېر غړي د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي او د پاکستان د حکومت له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د حتمي کیدو په غبرګون په چمن کې پرلت وهل شوی او همدارنګه د پرلت په ملاتړ او د افغان کډوالو سره د ناوړه انساني چلند او په زور اېستلو په غبرګون له چمن څخه تر کوټې اعتراضي لاریون روان دی.

نور خبرونه

رادیو