په تورخم کې ۲۸ ماشومان له خپلو کورنیو څخه ورک شوي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۹

په تورخم کې د کډوالو د کمپ یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې تر دا مهاله د ۲۱ کورنیو ۲۸ ماشومان ورک دي او تر اوسه یې په اړه معلومات نه شته.

دغې سرچینې وویل، چې له اکثرو کورنیو څخه خپل ماشومان له پولې کوزې خوا ته ورک شوي دي.

سرچینه زیاتوي: “کله چې کډوال پر تورخم را اوړي، د پاکستان خوا ته هم ډېر بیروبار وي، اکثره وخت د ثبت او راجستر پر مهال له ځینو کډوالو ماشومان ورک شوي دي”.

حاجي لعل ګل چې تازه له پېښوره راستون شوی او د کډوالو په کمپ کې د خپلو اسنادو د تکمیل په موخه منتظر دی، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې پنځه کلنه لمسۍ "رڼا" ترې ورکه شوې ده.

هغه وویل، چې له فرضي پولې هاخوا پاکستاني پولیس دومره خشن چلند کوي، چې اکثره کډوال ورخطا شي او د ماشومانو په ګډون اسناد او نور توکي ترې پاتې کیږي.

لعل ګل زیاته کړه: “ لکه د محشر ورځ چې وي، پاکستاني پولیس له مهاجرو سره د مجرمانو غوندې چلند کوي، یوه شېبه ترې نه شې خوځېدلی، دوی فکر کوي چې مهاجرین به بیا وتښتي”.

نوموړی زیاته کړه، چې په تورخم کې د کډوالو ادارې ورته ویلي، چې پاکستاني پولیسو اته کوچني ماشومان پېدا کړي او ښايي تر سبا مازیګر مهاله یې دوی ته وسپاري.

په ورته وخت کې د طالبانو له خوا په تورخم کې کډوالو ته د جوړ شوي کمپ د عامه پوهاوي مسوول نور محمد حنیف ویلي، چې دوی نن ورځ پنځه ورک شوي ماشومان خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

له دې وړاندې هم په تورخم کې طالب چارواکو د پنځوسو ورکو شویو ماشومانو د بېرته خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو خبر ورکړی و.

نور خبرونه

رادیو