هېدربار: له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو په پنډغالو کې ۱۹ نجونې زېږیدلې دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۹

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د ښځو څانګې مسوولې د رخشانې خبري آژانس د راپور په حواله ویلي، یو شمېر افغانو مېندوارو مېرمنو له پاکستانه په جبري توکه له اېستلو وروسته د کډوالو په ناڅاپي پنډغالو کې ماشومان زیږولي دي.

هېدربار په خپله اېکس پاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره د کډوالو میرمنو د حالت په اړه اندېښنه څرګنده کړه، او زیاته کړې یې ده چې په یوه میاشت کې د راستنېدونکو په پنډغالو کې ۱۹ نجونې زېږیدلې دي.

مېرمن بار همدارنګه ویلي دي چې دغه حالت شته اندېښنې نورې هم زیاتوي.

هېدربار تر هغه وروسته په دې اړه اندېښنه څرکنده کړه چې رخشانې خبري آژانس د ننګرهار ولایت د عامې روغتيا رياست وياند نقيب الله رحيمي له قوله لیکلي چې، په تېره يوه مياشت کې د افغانو راستنېدونکو میرمنو په ناڅاپي پنډغالو کې ۱۹ ماشومانې نجونې زېږولي دي.

نقيب الله رحيمي زیاته کړې ده چې، د عامې روغتيا وزارت له لوري د مرستندويه موسسو په همکارۍ د ښځو له پاره د ولادت خونه جوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، راستنېدونکو کډوالو ته د مور او ماشوم د روغتیا، ساري او ویروسي ناروغیو، اسهال، شری، ملاریا، رواني روغتیا، تغذیه، واکسین او نورو برخو کې د درملنې وړیا خدمتونه وړاندې کیږي.

پاکستان تېره میاشت ۱،۷ میلیونه افغان کډوالو ته د ضرب الاجل په ټاکلو سره د نومبر تر میاشتې پورې د وتلو امر وکړ.

د راپورونو له مخې، ډیری هغه کسان چې اېستل کیږي په افغانستان کې د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري ځکه چې دوی له لسیزو راهېسې په پاکستان کې ژوند کړی او هیڅکله افغانستان ته تللي نه دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې را پورته کیږي چې د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې، افغانستان ته په یوه وخت کې په ډلییزه توګه د زیاتو کډوالو ستنېدل د پولیو په ګډون د نورو ناروغیو د خپریدو لامل کیږي.

نور خبرونه

رادیو