محسن داوړ: ستره محکمه د افغان کډوالو د ایستلو فرمان بیا ارزوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۹

د پاکستان د پارلمان یوه پخواني غړي د پاکستان د سترې محکمې له یوه قاضي سره له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج په اړه د بیا کتنې په اړه موافقه اعلان کړه.

محسن داوړ د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۲۹مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د دوی د استیناف غوښتنه منل شوې او محکمه به یې په اړه پریکړه وکړي.

څو اونۍ وړاندې د چهارشنبې په ورځ (د لړم په لسمه) یو شمېر پاکستاني سیاستوالو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان له سترې محکمې څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د موقت حکومت د فرمان د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان قامپاله سیاستوال محسن داوړ، د پاکستان د خلکو ګوند مشر او سناتور فرحت الله بابر او د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني سناتور مشتاق احمد د دې غوښتنې په چمتو کولو مشترک کار کړی.

په وړاندیز کې راغلي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو حکم د دغه هېواد د اساسي قانون خلاف دی او باید لغوه شي.

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۷ مه) د پاکستان د سترې محکمې سکرتریت د مهاجرینو د اخراج غوښتنه رد کړه.

خو محسن داوړ د دوشنبې په ورځ (د لړم په ۲۹مه) اعلان وکړ، چې هغه او د هغه یو شمېر همکارانو یې محکمې ته یوه بله غوښتنه کړې او د پاکستان سترې محکمې هغه ومنله.

دوه پاکستاني سیاستوالو فرحت الله بابر او عمر اعجاز ګیلاني له ښاغلي داوړ سره د دې غوښتنې د تنظیمولو لپاره ورغلي وو.

بل خوا د کډوالو د برخې یوه وکیله منیزه کاکړ هم د دغې خبر په اورېدو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې دا د افغان کډوالو لپاره یو ښه خبر دی.

نور خبرونه

رادیو