له ۴۰۰ زرو زیات کډوال د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته ستانه شوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۹

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان کړی، چې په هېواد کې د بې اسناده کډوالو پر ضد د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر ۴۰۰ زرو ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

اوټ لوک د پاکستاني چارواکو په حواله وايي؛ هغه ۱،۴ افغان کډوال چې په دغه هېواد کې د معتبرو اسنادو د درلودونکو په توګه ثبت شوي کولی شي، چې په پاکستان کې پاتې شي.

دغې خبري رسنۍ په پاکستان کې د کډوالو د کمپونو له خراب وضعیت هم یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د پاکو اوبو نشتوالی او د روغتیايي خدماتو کمښت د دې سبب شوی، چې افغان کډوال ژر تر ژره ځانونه تورخم ته ورسوي او د ډېورنډ پر فرضي کرښې واوړوي.

له ۱۹۸۰ کال را په دې خوا میلیونونه افغانان افغانستان ته د شوروي اتحاد له ځواکونو را وروسته پاکستان ته کډوال شول او دا شمېره په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له خوا د واک د بیا تر لاسه کولو وروسته لا زیاته شوه.

په پاکستان کې د موقت حکومت له واک ته رسېدا وروسته دغه حکومت د کډوالو د ایستلو پلان جوړ کړ او د نومبر له لومړۍ نېټې څخه یې په جبري ډول د کډوالو د ایستلو هڅې پیل کړې.

دا مهال په پاکستان کې پولیس کور په کور ګرځي او د افغان کډوالو اسناد ګوري؛ هغه کډوال چې ټاکل شوي اسناد نه لري په زور له دغه هېواده ایستل کیږي.

تېره اونۍ د امریکا د سولې انسټیټیوټ اعلان وکړ، چې د افغانستان اقتصادي وضعیت له ځوړ سره مخ دی.

په داسې حالاتو کې چې د افغانستان اقتصادي حالت له ځوړ سره مخ دی، د څه باندې یو میلیون کډوالو بېرته راستنېدل به د افغانستان اقتصادي وضعیت لا کړکېچن کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د سړې هوا له پیل سره - سره شاوخوا 1.3 میلیونه افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته راستنیږي، چې د بد روغتيايي وضعیت وړاندوینه هم کېدی شي.

د افغان کډوالو دا ډول اخراج د نړۍوالو او کورنیو بشري حقونو ډلو له خوا له پراخو نیوکو سره مخ شو؛ خو د پاکستان موقت حکومت ویلي، چې دوی به د ایستلو پلان عملي کوي.

بل خوا په افغانستان کې د طالبانو تر مشرۍ لاندې ادارې ویلي، چې دوی راستنیدونکو افغانانو ته سرپناه او خواړه برابروي.

نور خبرونه

رادیو